مونږ څه لرو
ولی محمد نورزی ولی محمد نورزی

 

شنه ښکلي باغونه شني وني ګلستان لرو،باغوان نلرو

وزی پسونه رمې څاروی سپیان لرو،چوپان نلرو

شاړی للمي ځمکې دغنمواوجوارو، له حا صل ډکې

لوی ویالي داوبولروپریمانه، ښه بزګراودهقان نلرو

غواوي اوغویئ خوزمونږدملکښه مالدارېوله

ګرځو سرګردانه د څارویو،دڅارنې ښه ګوروان نلرو      

آساواوښان دواړه زمونږ دخلکو وو باری حیوان

نن سبا چه ګورو وديکارته دروزنیښهڅاروان نلرو

ښکلي می څیري دي ښي خبری اواتري دسیاست کوو

خپل اولس لپارهوطنپاله ښه صادق  پوه رهبران نلرو

جنګکي اتلان یوود افغان خاوری ساتنه اوحفاظت کوو

ځایچه د پیسوشي خپل ځانخرڅ کړو بل ارماننلرو   

لاردشرعیت کيښه مسلیم مونږمخکي ترهرچانه یوو

دیناومذهب پریږدوښه عالم په اسلامپوه ملا یان نلرو

هر چاته کیسي د پلارنیکه دتیر تاریخ د کارناموکوو

څه راباندی وشوخپل وطنته دخدمت وړکارګران نلرو

دیرش کاله جګړه کي دوه میلیونهافغانانو قربانې ورکړه

 بیاهم تبا ه کیږودديجنګوختمیدوتههیڅ کوم پلان نلرو

خپل چه مي پردې شول خو پردې مي ښه دوستان نشول

یو پربل خرڅیږو خپل اولس ته ښه نوم او نښان نلرو

 

 لوړجګ ښا ئیسته غرونه شني تپي دري د طبعییت لرو

ځمکه کي یو کورد ښه ژوندون داوسیدوځای او مکان نلرو

خاوره مي سره زرده دزمردو او لعلونو خزاني لرو

 مونږپکښې فقیریو خوارغریبجیب کي پول اوغران نلرو

څنکه زوروروغدارانوزمونږ مال او هستي لوټ کړلي

غصب یې جایدادونه کړل دحق اوعدالت ښه قاضیان نلرو

توره شپه تیاره ده دسړونه په هیوادکي ما شومان مړه شول                        

لوړمنزل جوړیږی داولس په ګټه  پاک ملی تا جران نلرو

ورکې خاطري شوي د محبت کاسه چپه شوه نقاق خپورشو

ځکه مونږخو ټوله خپل منځوکي دسولي ریښتنې پلویان نلرو

ویښ ښه رابیدارشه افغان زویه دتاریخ پاڼه دي سپینه شوه

زه نورزی به څه وایم مونږهم ددی ځواب دورکولوڅهتوان نلرو

 

   فبروری ۲۰۱۲


February 27th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان